د معیار او کیفیت اداره وایي چې د دې ادارې تخنیکي کارکوونکو په ابو نصر فراهي بندر کې ۵۸٫۱ ټن بېکیفیته ودانیز توکي مسترد کړي دي.
د معیار او کیفیت ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې مسترد شوي کاشي ډوله ودانیزو توکو له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود او بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا اقدام د ودانیزو توکو د کیفیت د تضمین په موخه شوی او مسترد شوي توکي له اړین کیفیت څخه برخمن نه وو.
“د معیار او کیفیت اداره د هېواد په بندرونو کې د کیفیت د کنټرول د بهیر په اغېزمن مدیریت سره، په دوامداره توګه د بېکیفیته توکو د واردېدو مخنیوی کوي او د مصرفوونکو د کیفیت، خوندیتوب او باور د تأمین په برخه کې عملي ګامونه پورته کوي.“
د معیار او کیفیت ادارې تر دې مخکې هم د هېواد په بندرونو کې بېکیفیته بېلابېل توکي مشخص او مسترد کړي وو.
د دې ادارې مسوولینو بار بار له سوداګرو غوښتي چې د بازار د کیفیت خوندیتوب په موخه هېواد ته د بېکیفیته توکو له واردولو ډډه وکړي او همداراز یې په دې برخه کې پر خپلو جدي اقداماتو ټینګار کړی دی.


