خانهافغانستاند پاکستان له بندخونو ۷۶۳ افغانان راخوشې شول

د پاکستان له بندخونو ۷۶۳ افغانان راخوشې شول

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو په دوام، تازه د ا.ا کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له بندخونو ۷۶۳ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.  

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا افغانان د ننګرهار د تورخم او کندهار د سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د ننګرهار او کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاستونو د لېږد امریتونو د مسوولینو په وینا چې ۲۳۰ کسان د تورخم او ۵۳۳ کسان د سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت همداراز لکیلي چې په دې ډله کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل وو، چې د استوګنیزو سندونو د نه لرلو له امله تر بېلابېلو مودو پورې بندیان وو.

د سرچینې په وینا چې راخوشې شوي افغانان له ثبت او مرستو ترلاسه‌کولو وروسته اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په پاکستان کې د افغانانو نیول او ځورول زیات شوي او د دې ترڅنګ هره ورځ له یاد هېواد څخه زرګونه افغانان په جبري ډول رالېږل کېږي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه