خانهنړۍ"د تهران – واشنګټن مذاکرات په دوو پړاوونو کې ترسره کېږي"

“د تهران – واشنګټن مذاکرات په دوو پړاوونو کې ترسره کېږي”

د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي وایي چې دغه هېواد له امریکا سره هوکړې ته نږدې شوی، او د دواړو هېوادونو ترمنځ دا مذاکرات به دوو پړاوونو کې ترسره شي.

عراقچي ویلي چې په لومړي پړاو کې د هرمز تنګي، بندیزونو، د ایران د کنګل‌شویو شتمنیو په ګډون پر ځینو مسایلو بحث وشي او په دویم پړاو کې به بیا اټومي موضوعات وڅېړل شي او په دې برخه کې به یوه هوکړه وشي. 

نوموړي همداراز ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه وروستۍ کېدو ته نږدې شوې، خو ښايي تر رسمي لاسلیک مخکې ځینې برخې بدلې شي. 

نوموړي یو وار بیا ټینګار کړی چې دا هوکړه د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې جګړه پایته ورسوي.  

تر دې مخکې د ایران د پارلمان مشر، محمد باقر قالیباف ټینګار کړی و چې دا به له امریکا سره د ایران د خبرو وروستی ځل وي او خبرداری یې ورکړی چې که د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ بیا ځلي پر خپلو عمل ونه کړي، نو د خبرو چانس به ورنکړل شي. 

په وروستیو کې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې پر ایران یې تر ټولو پراخ احتمالي بریدونه ځنډولي او د تهران – واشنګټن ترمنځ مذاکرات بیا پیل شوي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه