خانهافغانستاند سېلابي اوبو کنټرولول؛ غزني کې دوه کوچني بندونه جوړېږي

د سېلابي اوبو کنټرولول؛ غزني کې دوه کوچني بندونه جوړېږي

د غزني ولایت په «ګیلان» ولسوالۍ کې د اوبو د دوو کوچنیو بندونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي. 

د غزني ځايي مسوولین ویلي چې دا کوچني بندونه (چکډېمونه) د ګیلان ولسوالۍ په «شینکي کاریز» کلي د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي. 

د مسوولینو په وینا، دا پروژه د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي او ټاکل شوې چې چارې یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

سرچینې ویلي چې دا چکډېمونه به د ۸۰ زره متره مکعبه اوبو زېرمه‌کولو ظرفیت لري او ۱۹ میلیون افغانیو مصرف پرې راځي.

په ورته مهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د دې چکډېمونو د جوړولو چارو پیل ته خوښ دي او د ورته پروژو د پلې‌کېدو غوښتنه کوي. 

د یادولو ده چې د چکډېمونو جوړول د سېلابي اوبو د کنترول او تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې برقراره ساتلو لپاره ګټور بلل کېږي.  

خو کارپوهان وایي چې دا ډول کوچني بندونه باید په معیاري ډول جوړ او داسې مواد پکې وکارول چې ژر ویجاړ نه‌شي. 

د یادولو ده چې په وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې داسې بندونه جوړ شوي چې د لنډ وخت په تېرېدو سره بېرته د سېلابي اوبو له امله ویجاړ شوي وي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه