د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند، فرهان حق وایي چې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو له امله ۱۳ ملکي وګړو ژوند بایللی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې پاکستاني پوځي رژیم په افغانستان کې د عامو افغانانو کورونه په نښه کړي او ۲۷ ملکي وګړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند له دواړو هېوادونو غوښتي چې نړیوالو قوانینو او بشري حقونو ته ژمن اوسي او ملکي تاسیسات په نښه کړي.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو له امله ملکي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې راپورونه تایید کړي وو او په دې اړه څېړنې کړې وې.
وړمه شپه د پاکستان پوځي رژيم د خوست په ګډون د افغانستان پر یو شمېر سیمو هوایي بریدونه وکړل چې له امله یې د ډېرو ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکي وګړو ته مرګژوبله واوښته.
بلخوا پاکستاني حکومت هم ومنله چې پر افغان خاوره یې بریدونه کړي دي.
د دغو بریدونو له امله پرون د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر هم احضار کړ او دا بریدونه یې په کلکه وغندل.


