افغاني سره میاشت وایي چې د دې ټولنې له لوري د هرات ولایت په «ګلران» ولسوالۍ کې ۶۰ زلزلهځپلو کورنیو ته د استوګنې کورونه جوړ او ورسپارل شوي دي.
د افغاني سرې میاشتې په اېکس لیکل شوي چې دا کورونه د ځایي مسوولینو په شتون کې د «ګلران» ولسوالۍ په «بیدک مراد کوهي» کلي کې زلزلهځپلو کورنیو ته ورسپارل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د دغو نویو کورونو د ورسپارلو په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د لوېدیځ زون رییس ویلي چې دا پروژه د افغاني سرې میاشتې له لوري د زلزلهځپلو کورنیو د ملاتړ او سرپنا برابرولو په موخه پلې شوې ده.
سرچینې د مسوولینو په حواله لیکلي: “د ګلران ولسوالۍ د ۶۰ نويو استوګنیزو کورونو جوړول د رغنیزو او سرپناه پروژو یوه مهمه برخه ده، چې د زلزلهځپلو کورنیو د سرپناه ستونزې د حل په موخه عملي شوې ده.”
افغاني سرې میاشتې همداراز لیکلي چې دا پروژه د چین سره صلیب، په افغانستان کې د چین سفارت، په قطر کې د مېشتو افغانانو او د اسلامي همکارۍ سازمان په مالي ملاتړ تمویل شوې او د صمیم قاسمي ساختماني شرکت له لوري پلې شوې ده.
د یادولو ده چې دوه کلونه مخکې په هرات کې خونړۍ زلزلې د زرګونه هېوادوالو کورونه په بشپړه توګه ونړول او له امله یې زرګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.


