خانهافغانستاند «عبدالرحمن قانت» او «جفري ګریګو» کتنه؛ د پانګونې پر جلب بحث...

د «عبدالرحمن قانت» او «جفري ګریګو» کتنه؛ د پانګونې پر جلب بحث شوی 

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال، عبدالرحمن قانت د افغانستان او امریکا سوداګرۍ د ګډې خونې له رییس «جفري ګریګو» سره په کتنه کې د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د دغه وزارت خبرپاڼه کاږي چې په دې کتنه کې د یادې خونې رییس د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې د جذب او پراختیا په موخه د همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.

بلخوا د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال د یاد پلاوي له لېوالتیا هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې د هېواد د کانونو په برخه کې د معتبرو شرکتونو د پانګونې د جلب لپاره به د کانونو د قانون او اړوندو کړنلارو له مخې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان د کانونو ایستنې اړوند پر یو شمېر نورو مسایلو هم خبرې شوې دي. 

د افغانستان او امریکا سوداګرۍ د ګډې خونې رییس، جفري ګریګو تر دې مخکې د اسلامي امارت له یو شمېر نورو چارواکو سره هم کتلي وو او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې خبرې ورسره کړې وې.

د یادولو ده چې په وروستیو کې د افغانستان د کانونو اړوند پانګونې ته د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه