خانهافغانستانپرون له ۷۰۰ ډېرې کډوالې کورنۍ راستنې شوې 

پرون له ۷۰۰ ډېرې کډوالې کورنۍ راستنې شوې 

په ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو د نیولو او بېرته رالېږلو په دوام، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي چې پرون (چهار‌شنبه) له ایران او پاکستان څخه په بېلابېلو لارو ۷۲۴ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون د راپور له مخې، دا ۷۲۴ کورنۍ، چې ۳ زره ۶۹۳ کسان کېږي، پرون (چهار‌شنبه) له بېلابېلو لارو هېواد ته راستنې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت په اېکس لیکلي چې د ننګرهار تورخم له لارې ۶۵۷ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۲۷ کورنۍ، د نيمروز د ورېښمو پل له لارې ۲۱ کورنۍ او د هرات اسلام‌کلا له لارې ۱۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.

د راپور له مخې چې پر دې سربېره ۶۶۲ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۶۹۵ نورو کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون همداراز ویلي چې پرون سلګونه کورنیو ته سیمکارتونه وېشل شوي او یو شمېر نورو ته روغتیايي، خوراکي او د عامه‌پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بې‌سارې توګه زیات شوي او د دغو هېوادونو حکومتونو ټینګار کړی چې دوی به ټول افغانان خپل هېواد ته لېږي.

بلخوا تازه د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې افغانستان ته نږدې ۹۰ زره کسان ستانه شوي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه