کرکټ بورډ ویلي، افغان ابدالیان د هند الف او سریلانکا الف لوبډلو پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لپاره په بشپړه توګه چمتو دي او سبا به د دغو سیالیو په لړ کې د خپلې لومړۍ لوبې په موخه د هند الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
کرکټ بورډ نن(چهارشنبه، د جون ۱۰مه) ویلي، چې د افغانستان، هند او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو د درې اړخیزې لوبلړۍ جام په لړ کې به سبا افغان لوبډله له هند سره ولوبېږي.
دغه سیالۍ به سبا په سریلانکا هېواد کې پیل شوي چې په ترڅ کې به یې افغان لوبډله د بل سبا پنجشنبې، د جون ۱۱مه په ورځ د خپلې لومړۍ لوبې په موخه د هند الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
کرکټ بورډ نن چهارشنبه د انځورونو په خپرولو سره وویل، چې د افغان ابدالیان لوبډلې د سریلانکا او هند پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د غوره چمتووالي په موخه خپل تمرینات ترسره کړي او بشپړه توګه چمتوالی لري.
افغان الف لوبډله به د یادو سیالیو د مهالوېش له مخې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په خپله لومړۍ لوبه کې د هند الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.


