د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د بلخ ولایت په «چهارکنت» ولسوالۍ کې د یوې ۳۵ کلنې حقوقي شخړې له حلکېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په اېکس لیکل شوي چې دا حقوقي شخړه د «چهارکنت» ولسوالۍ «آبدرې» سیمې د اوسېدونکو ترمنځ له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې روانه وه چې د ځايي مسوولینو، دیني عالمانو او سپینږیرو په هڅو حل او پایته رسول شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې ياده اوږدمهاله شخړه د څو جريبه ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې وه د دواړو خواوو ترمنځ يې د پراخو ستونزو سر بېره ګڼ مالي تاوانونه هم اړولي وو.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لیکلي چې د دې شخړې له امله به وخت ناوخت د خلکو ترمنځ فزيکي اخ و ډب رامنځته کېده.
“مسوولینو د يادو جنجالونو د پای ته رسولو په موخه لومړی په هراړخیزه توګه موضوع وڅېړله او بيا يې د قومي مشرانو او علماوو په شتون کې يوه ګډه جرګه راوبلله، چې په همدې توګه يې د يوې شرعي فيصلې په ترڅ کې حق حقدار ته وسپارل شو.”
دغه وزارت ویلي چې وړمه ورځ په خوست کې هم د قومي مشرانو او ځایي مسوولینو په هڅو هغه ۱۶ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی و.


