ایراني چارواکو پر دغه هېواد د اسرائیل – امریکا بریدونو ته سخت غبرګون ښودلی او د ایران له لوري یې د پراخو بریدونو پیلېدو خبرداری ورکړی دی.
تازه د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي امریکا ته خبرداری ورکړی چې که د ځان خوندیتوب غواړي، نو له سیمې څخه دې ووځي.
عراقچي پر ایران د امریکا له تازه بریدونو وروسته ویلي چې واشنګټن د تهران ارادې ازمایي، خو د ایران وسلهوال ځواکونه به هر ګواښ ته بېساری ځواب ورکړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې د فارس خلیج په تاریخ کې بهرنۍ لاسوهنې سختې پایلې لرلې دي. یانې په خبره یې چې امریکا – اسرائیل دې هم دېته ځانونه چمتو کړي.
عباس عراقچي دا خبرداری وروسته له هغې ورکړی چې تېره شپه امریکا د هرمز تنګي شاوخوا او د ایران پر ځینو ښارونو هوایي بریدونه وکړل چې په ځواب کې یې نن سهار ایران په سیمه کې د امریکا لسګونه اډې په نښه کړې دي.
د امریکا له دغو بریدونو دوې ورځې مخکې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د پراخو توغندیزو بریدونو تبادله وشوه. او په پایله کې یې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له دواړو هېوادونو وغوښتل چې ژر تر ژره خپل بریدونه پایته ورسوي.


