د هېواد په پخواني ولسمشر، حامد کرزي پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې بریدونو ته غبرګون ښودلی او دا یې د افغانستان پر حریم تېری بللی دی.
کرزي په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د پاکستان له لوري پر خوست، کونړ او پکتیا د پاکستان پوځي رژیم بریدونه په کلکه غندي او پاکستان به په دا ډول سیاستونو سره خپلو موخو ته ونه رسېږي.
پخواني ولسمشر همداراز ویلي چې پاکستان باید د جګړې او ورانکارۍ له پالیسۍ لاس واخلي او د ښه ګاونډیتوب او متمدنو اړیکو لاره خپله کړي.
تېره شپه پاکستان د افغانستان پر کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه کړي چې له امله یې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۱۳ هېوادوالو ژوند بایللی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په اېکسپاڼه لیکلي چې پاکستاني الوتکو تېره شپه د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي او ۱۳ کسان یې شهیدان کړي دي.
مجاهد دا بریدونه غندلي او دا جنایت یې بللی دی.
په ورته مهال ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې پاکستاني الوتکو تېره شپه په ځینو ولایتونو کې لسګونه استوګنیز کورونه په نښه کړي او زیات شمېر هېوادوالو ته یې مرګژوبله اړولې وه.


