له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو د جبري را ایستلو په دوام، تازه د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) چې په تېرو دوو اوونیو کې له ایران او پاکستان څخه ۸۵ زره ۴۲۰ کسان راستانه شوي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې له دې ډلې یوازې له پاکستانه ۴۰ زره ۸۲۴ کسان راستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان همداراز لیکلي چې د مې له ۲۴ مې د جون تر ۶مې ۴۴ زره ۵۰۰ کسان له ایران څخه راستانه شوي دي.
بلخوا د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي چې وړمه ورځ (دوشنبه) له ګاونډیو هېوادونو څخه شاوخوا ۳ زره کډوال راستانه او سلګونه کورنیو ته سیمکارتونه وېشل شوي او یو شمېر نورو ته روغتیايي، خوراکي او د عامهپوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بېسارې توګه زیات شوي او د دغو هېوادونو حکومتونو ټینګار کړی چې دوی به ټول افغانان خپل هېواد ته لېږي.
بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.


