عامې روغتیا وزارت په تخار، لغمان او فراه ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکټور څخه د څارنې خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا څارنه د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټڼې مسوولینو له لوري شوې چې پایله کې یې په تخار ولایت کې دوه درملتونونه، دوه کتنځایونه او درې د الټراسونډ مرکزونه له روغتیایي قوانینو د سرغړونې له امله تړل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په یاد ولایت کې همداراز د معدني اوبو یو تولیدي شرکت هم له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې بلخوا په لغمان ولایت کې یو کتنځای د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوی او ۸۹ کیلوګرام له نېټې تېر درمل راټول شوي دي.
د سرچینې په وینا چې په فراه ولایت کې هم یو درملتون تړل شوی او ۳۰ کیلوګرام له نېټې تېر درمل راټول او د له منځهوړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته لېږدول شوي دي.
د اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د ناقانونه فعالیت له امله د لسګونه درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځیو له تړلکېدو راپورونه ورکړي وو.


