خانهنړۍد چین او شمالي کوریا مشرانو د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو...

د چین او شمالي کوریا مشرانو د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو هوکړه وکړه

د شمالي کوریا او چین مشرانو نن سه‌شنبه په پیونګ‌یانګ کې سره وکتل او په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو هوکړه وکړه.

دا سفر په اووه کلونو کې شمالي کوریا ته د شي جین‌پینګ لومړی سفر دی او په پیونګ یانګ کې یې د بې ساري مراسمو سره هرکلی وشو.

د شمالي کوریا د رسمي کوریا مرکزي خبري اژانس (KCNA) په وینا، دواړو خواوو د لوړ پوړو کتنو له لارې د ستراتیژیکو اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

کیم جونګ اون د “یو چین اصل” لپاره هم خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ، چې له مخې یې تایوان د چین یو ولایت ګڼل کیږي.

شي جین‌پینګ او کیم جونګ اون د چین-کوریا د ملګرتیا برج څخه کتنه وکړه، چې د کوریا په جګړه کې د وژل شویو چینایي سرتېرو یادګار دی، یوه ونې یې کښینوله او په ګډه هنري غونډه کې یې ګډون وکړ.

شي دا غونډه په دوه اړخیزو اړیکو کې “نوی تاریخي پیل ټکی” وباله، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ تړون د ۶۵ کلیزې سره سمون لري.

د دوستانه څرګندونو سره سره، شنونکي وايي چې دواړه خواوې مختلف لومړیتوبونه لري. چین د سوداګرۍ، سیاحت او عملي اړیکو پراخولو باندې ټینګار کوي، پداسې حال کې چې شمالي کوریا په مساوات، د رژیم د حیثیت ساتلو او ستراتیژیکو اتحادونو تمرکز کوي (په ځانګړي توګه د امریکا په وړاندې).

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې شمالي کوریا خپل اټومي پروګرام ته دوام ورکوي او چین، د پیونګ یانګ ترټولو لوی سوداګریز ملګری، هڅه کوي چې په خپل ګاونډي باندې نفوذ وساتي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه