خانهنړۍفلیپین کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۷...

فلیپین کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۷ ته رسېدلی

په فلیپین کې له ۷٫۸ درجې زوروې زلزلې وروسته تازه د مړو شمېر ۳۷ ته رسېدلی او د څلورو کسانو پر لادرکۍ سرپېره ۴۷۹ کسان ټپيان شوي دي. 

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې چې د دې زلزلې له امله تر ۲۰ زرو ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په ورته مهال د دغه هېواد چارواکو ویلي چې له زلزلې وروسته لا هم د ژغورنې عملیات روان دي او ښايي د مړینې شمېر لوړ شي.

له دې زلزلې وروسته په ساحلي سیمو کې د سونامي خبرداری ورکړ شوی و او له خلکو غوښتل شوي وو چې خپلې سیمې پرېږدي.

دا زلزله د فلپین «مینداناو» ټاپو ته نږدې شوې او زورورو ټکانونو یې یو شمېر ودانۍ نړولې دي.

په راپورونو کې ویل شوي چې دا مهال سلګونه کسان له ودانیو وتلي او خوندي سیمو ته رسېدلي دي.

په ورته مهال په ځینو خپروشویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د دې زورورې زلزلې له امله یو شمېر استوګنیزې ودانۍ هم نړولې او پراخ ویجاړی یې رامنځته کړی دی.

فلپین یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېر کله پکې زورورې زلزلې رامنځته کېږي او هر ځل ځاني او پراخ مالي زیانونه اړوي.

د دې ترڅنګ اندونیزیا او جاپان هم د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې ډېرې زلزلې پکې رامنځته کېږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه