خانهافغانستاند افغانستان، هند او سریلانکا ترمنځ لوبلړۍ نن پيلېږي

د افغانستان، هند او سریلانکا ترمنځ لوبلړۍ نن پيلېږي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان، هند او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو د درې اړخیزې لوبلړۍ په سریلانکا هېواد کې پیل شي.

کرکټ بورډ، نن(سه‌شنبه، د جون۹مه) ویلي، چې د افغانستان، هند او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو د درې اړخیزې لوبلړۍ جام نن د درې واړو لوبډلمشرانو له لوري نندارې ته وړاندې شو.

دغه سیالۍ به سبا په سریلانکا هېواد کې پیل شي چې په ترڅ کې به یې افغان لوبډله د بل سبا پنجشنبې، د جون ۱۱مه په ورځ د خپلې لومړۍ لوبې په موخه د هند الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

کرکټ بورډ تېره ورځ دوشنبه د انځورونو په خپرولو سره وویل، چې د افغان ابدالیان لوبډلې د سریلانکا او هند پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د غوره چمتووالي په موخه خپل تمرینات ترسره کړل. افغان الف لوبډله به د یادو سیالیو د مهالوېش له مخې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په خپله لومړۍ لوبه کې د هند الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه