د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وایي چې دا مهال د ټاپي پروژې هرات فاز ساختماني چارې نږدې ۵۲ سلنه بشپړې شوې دي.
نوموړي په اېکس لیکلي چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکه ۸۰ کیلومټره غځول شوې او شاوخوا ۱۲۶ کیلومټره مسیر ورته چمتو شوی دی.
د همایون افغان په وینا: “دا مهال د افغانستان په خاوره کې د نللیکې د جوړولو اړوند په بېلابېلو برخو کې مهم کارونه روان دي، چې پکې د نللیکې لپاره د مسیر چمتو کول، د نللیکو او اړینو تجهیزاتو رالېږد، د جرونو کیندنه، ویلډنګ او د نللیکو د خښولو فعالیتونه په بر کې نیسي.“
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همداراز لیکلي چې د نللیکې ۱۰۸ کیلومټره نښلوونکی او نظارتي سړک جوړ شوی، د نللیکې د خښولو په موخه د ۵۱ کیلومټره په اوږدوالي جرکیندنه شوې او ۳۶٫۳ کیلومټره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده.
سرچینې لیکلي چې همدارنګه تر دې دمه ۷۲،۳ کیلومټره نوره نللیکه د پروژې ساحې ته رالېږدول شوې ده.
ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ګډه لویه پروژه ده چې له ترکمنستان پیل او په هند کې پای ته رسېږي.
دا پروژه د ترکمنستان له ګازي ډګرونو څخه پیل او ۸۱۶ کیلومټره د افغانستان په خاوره کې تېږي.


