خانهنړۍنتنیاهو ته د ټرمپ خبرداری: پر ایران د بریدونو له امله به...

نتنیاهو ته د ټرمپ خبرداری: پر ایران د بریدونو له امله به یوازې پاتې شې

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي چې که اسرائیل پر ایران بریدونو ته دوام ورکړي، د امریکا له ملاتړ به بې‌برخې شي.  

ټرمپ پرون هم له ایران او امریکا غوښتي وو چې ژر تر ژره یو پر بل بریدونه ودروي. 

نوموړي د اسرائیلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو ته خبرداری ورکړی چې که وضعیت ترینګلی شي او له احتیاط کار وانخیستل شي، ښايي ژر اسرائیل یوازې پاتې شي. 

د امریکا ولسمشر له دې څرګندونو مخکې د ایران «خاتم‌الانبیا» مرکزي قرارګاه ویلي وو چې د لبنان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره یې پر اسرائیل مرګوني او بې‌ساري بریدونه کړي، او اوسمهال یې خپل بریدونه بېرته ځنډولي دي.

دې قرارګاه خبرداری ورکړی و چې که اسرائیل بیاځلي پر لبنان او اسرائیل برید وکړي، نو د ایران له تر ټولو سخت غبرګون سره به مخ شي. 

پرون شپه ایران او اسرائیلو یو پر بل پراخ توغندیز بریدونه وکړل، او د اسرائیل له لوري د تهران په ګډون د ایران ځینې ښارونه وویشتل شول.  

د راپورونو له مخې چې ایران پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې پر اسرائیلو توغندیز بریدونه وکړل او په غبرګون کې اسرائیلو تهران، اصفهان، تبریز او یو شمېر نور ښارونه وویشتل.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه