له ایران او پاکستان څخه د افغانانو د جبري را ایستلو په دوام، تازه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي چې پرون (دوشنبه) له ګاونډیو هېوادونو څخه په بېلابېلو لارو ۲ زره ۸۹۹ کډوال راستانه شوي دي.
د یاد کمېسیون د راپور له مخې، دا ۲ زره ۸۹۹ کډوال، چې ۵۳۷ کورنۍ دي، پرون (دوشنبه) له بېلابېلو لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت په اېکس لیکلي چې د ننګرهار تورخم له لارې ۴۲۷ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۷۳ کورنۍ، د نيمروز د ورېښمو پل له لارې ۱۵ کورنۍ او د هرات اسلامکلا له لارې ۲۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.
د راپور له مخې چې پر دې سربېره ۵۸۷ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۵۹۳ نورو کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون همداراز ویلي چې پرون سلګونه کورنیو ته سیمکارتونه وېشل شوي او یو شمېر نورو ته روغتیايي، خوراکي او د عامهپوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بېسارې توګه زیات شوي او د دغو هېوادونو حکومتونو ټینګار کړی چې دوی به ټول افغانان خپل هېواد ته لېږي.
بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.


