د عدلیې وزارت په کابل ښار کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د سرغړونو له امله د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونو له تړلکېدو خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضهلیکونکو د چارو ریاست په تېره ثور میاشت کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت کړی دی.
سرچینې لیکلي چې د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د ثبت کتابونه، رسمي سټې، لوحې، مهرونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شوي چې په ترڅ کې یې ۱۳ دفترونه د غیرقانوني فعالیتونو له امله تړل شوي دي.
“دغه راز د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست د همدې مودې په اوږدو کې ۱۸۰ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه وېشلي او د فعالیت ۹۱ نور جوازونه یې تمدید کړي دي.“
د اسلامي امارت عدلیې وزارت دا هم لیکلي چې په همدې موده کې د معاملاتو لارښوونې ۲۷۱ متصدیانو ته د وساطت د اصولو او د معاملاتو د ترسره کولو د څرنګوالي په برخه کې زدهکړهییزې برنامې تطبیق شوې او اړینې زدهکړې ورته وړاندې شوې دي.
د سرچینې په وینا چې د دې ترڅنګ په یاده موده کې د ۴۰ تنو هېوادوالو عریضو او شکایتونو ته – چې د کورونو د کرایې او د نورو چارو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو – رسېدنه شوې ده.


