خانهافغانستاند کونړ – نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې پیل شوې

د کونړ – نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت ویلي، د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پراختیا او د لرې پرتو سیمو د نښلولو په موخه، د کونړ–نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې د نورستان له لوري د کونړ پر لور پیل کړې دي، چې  د خلګو د تګ راتګ او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام بلل کېږي.

د کونړ – نورستان سړک د رغونې چارې په دریوو لاټونو وېشل شوې دي، لومړی او دویم لاټ یې، چې ټولټال ۲۲.۵ کیلومتره اوږد والی لري دا مهال یې د اسفالټ اچونې چارې پیل شوې.

د کونړ – نورستان پروژې لومړی لاټ ۱۱.۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د اساسي رغونې چارې یي له خصوصي سکتور سره د څه باندې۵۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قراردرداد شوې دي، چې په اوږدو کې یې د ۳۵ پایو پلګوټو او ۲۳۷۸ متره استنادي دیوالونو د رغونې کار هم شامل دي.

همداراز، د دغې پروژې دویم لاټ ۱۰.۸ کیلومتره اوږدوالی لري، او د اساسي رغونې چارې  د څه باندې ۲۹۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې د یادې برخې په اوږدو کې د ۳۰ پایو پلګوټو او ۱۲۴۱ متره استنادي دیوالو نو د رغونې کار هم شامل دی او د کونړ – نورستان سړک درېیم لاټ، چې ۸۴ کیلومتره اوږدوالی لري، او عملي چارې یې جریان لري.

په خبرپاڼّ کې ویل شوي چې د نورستان – کونړ سړک د بشپړېدو سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې راکمې شي او د کرنیزو محصولاتو او سوداګریزو توکو په هوسا انتقال کې به د پام وړ اسانتیاوې رامنځ ته شي.

 د یادونې وړ ده، چې د سړکونو معیاري کول د هېواد د اقتصادي ودې له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي، ځکه چې د ترانسپورتي شبکې پراختیا د پانګونې، سوداګرۍ، سیاحت او سیمه ‌ییز اتصال لپاره مناسب شرایط برابروي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه