خانهافغانستانپه ټېسټ ‌کې د افغان لوبډلې پرلپسې ناکامي؛ هند افغانستان ته سخته...

په ټېسټ ‌کې د افغان لوبډلې پرلپسې ناکامي؛ هند افغانستان ته سخته ماته ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ټېسټ ‌لوبه کې له هند څخه ماتې وخوړه. د افغانستان او هند ترمنځ د ټېسټ لوبه د جون په شپږمه پیل شوې وه. د دغې لوبې پچه د هند لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د افغانستان پر وړاندې توپوهنه ترسره کړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۵۶۴ منډې جوړې کړې.

ملي لوبډلې یاد هدف پوره نه کړ او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۲ منډې جوړې کړې او د هند لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ له ۵۶۴ منډو ۴۱۲ منډې شاته پاتې شوه.

 هندۍ لوبډلې د یاد هدف د پوره کولو لپاره افغان لوبډلې ته د دویمې پاڼۍ د ترسره کولو بلنه ورکړه.

افغان لوبډله په دویمه پاڼۍ کې یوازې ۱۱۲ منډې د هند پاتې ۴۱۲ منډې یې پوره نه کړای شوې او په دې سره هند یاده لوبه د یوې پاڼۍ او ۳۰۰ منډو په توپیر له افغانستان څخه وګټله.

باید وویل شي چې له ټېسټ ‌لوبې وروسته به د افغان او هند لوبډلو ترمنځ د جون له ۱۳مې تر ۲۰ مې پورې به درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې هم ترسره شي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه