د دولتي شرکتونو لوی ریاست وایي چې د یاد ریاست د ملي بس دولتي شرکت له لوري په کندهار ولایت کې د ملي بس امریت نمایندهګي پرانیستل شوې ده.
د دولتي شرکتونو لوی ریاست په اېکسپاڼه لیکل شوي چې د دې نمایندهګۍ په فعالېدو سره به د کندهار ولایت اوسېدونکو ته معیاري، خوندي او منظمې ترانسپورټي چوپړتیاوې وړاندې شي.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ورته نمایندهګیو د فعالېدو راپورونه ورکړل شوي وو.
د دولتي شرکتونو لوی ریاست مسوولینو همداراز ویلي چې د ملي بس دولتي شرکت له لوري د هېواد په کچه د ترانسپورټي خدمتونو د پراختیا او د سفر اسانتیاوو د زیاتوالي په موخه پر کندهار ولایت سربېره نورو ولایتونو کې هم د ملي بس نمایندهګیو د فعالولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي.
په خبرپاڼه کې د ملي بس دولتي شرکت د مسوولینو په حواله ټینګار شوی چې د ترانسپورټ د کیفیت لوړول، د مسافرو خوندیتوب او د سفر د اسانتیاوو زیاتول یې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او په همدې موخه به خپلو خدمتونو ته لا پراختیا ورکړي.
په ورته مهال بېلابېلو ولایتونو کې د ملي بس نمایندهګیو د فعالېدو اقدام د هېوادوالو له لوري ستایل شوی دی.


