خانهافغانستانفراه کې د پړانګ دوه بچیان او دوه باښې د ښکاریانو له...

فراه کې د پړانګ دوه بچیان او دوه باښې د ښکاریانو له منګولو ژغورل شوي

فراه کې مسوولینو ویلي، چې د د دغه ولایت چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د امنیتي ارګانونو په همکارۍ د پرچمن ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه شپون لخوا د پړانګ دوه بچيان نيول شوي وو چې د پرچمن ولسوالۍ مسوولینو ته یې سپارلي دي.

د پرچمن ولسوالۍ مسوولینو د وحشي ژوو د ساتنې او خونديتوب په موخه د پړانګ بچيان د فراه د چاپېريال ساتنې رياست ته وسپارل چې د اړينو تدبيرونو تر نيولو وروسته د چاپېریال ساتنې ریاست تر نظارت لاندې یوه خصوصي ژوبڼ کې ساتل کېږي.

نيول شوي د پړانګ بچيان لا هم کوچني دي او ترڅو چې د خوشې کېدو کیږي ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري.

همداراز د فراه په خاک سفید ولسوالۍ کې د امنیتي مسوولینو له لوري دوه وزره باښې د ښکاریانو له منګولو خلاصې او د چاپېریال ساتنې ریاست ته وسپارل شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام د وحشي ژوو د ساتنې، د چاپېریالي قوانینو د رعایت او د طبیعي شتمنیو د خوندي کولو په برخه کې یو مهم او د ستاینې وړ ګام بلل کېږي. د وحشي ژوو ساتنه د ټولو هېوادوالو ګډ مسوولیت دی او د داسې اقداماتو دوام کولی شي د طبیعي ایکوسیستمونو په ساتنه او پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي.

د ویلو ده چې د ا.ا د مشرتابه د حکم په اساس ټول هېواد کې د وحشي ژوو، مرغانو او کبانو ښکار بند دی؛ که هر چا له دې امر څخه سرغړونه وکړه د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه