خانهافغانستانبغلان کې پنځه درملتونونه او ځینې روغتیايي مرکزونه تړل شوي 

بغلان کې پنځه درملتونونه او ځینې روغتیايي مرکزونه تړل شوي 

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې په بغلان ولایت کې پنځه درملتونونه، یو کتنځای او یو لابراتوار له روغتیايي قوانینو د سرغړونې له امله تړل شوي دي.

د دغه وزارت په اېکس لیکل شوي چې دا روغتیايي خونې د روغتیايي او خوراکي توکو له تاسیساتو څخه د بغلان عامې روغتیا ریاست له لوري د څارنې پرمهال تړل شوې دي.  

د خبرپاڼې له مخې چې یاد نظارت د بغلان ولایت د بنو او اندراب ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې شوی چې په پایله کې یې یو د غاښونو کلینک هم د جواز نه‌لرلو له امله تړل شوی دی.

د اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې د روغتیايي ټیمونو له لوري د ورته نظارتونو راپورونه ورکړي وو چې پرمهال یې لسګونه درملتونونه او بېلابېلې روغتیايي خونې له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوې وې. 

د یادولو ده چې د دې ترڅنګ د هېواد له بېلابېلو درملتونونو او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه هم د نظارت په پایله کې سلګونه ټن «تاریخ‌تېر» او بې‌کیفیته توکي راټول او له منځه وړل شوي دي. 

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ټینګار کړی چې د بې‌کیفیته او له نېټې تېر توکو د پلورلو مخنیوی په جدي توګه کېږي او همداراز هغه روغتیايي مرکزونه به تړل کېږي چې له روغتیایي قوانینو څخه سرغړونه کوي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه