خانهنړۍد چین ولسمشر له ۷ کلونو وروسته شمالي کوریا ته سفر کوي

د چین ولسمشر له ۷ کلونو وروسته شمالي کوریا ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د چین ولسمشر «شي جین‌پینګ» نن (دوشنبه) شمالي کوریا ته سفر وکړي او د دغه هېواد له مشر «کیم جونګ‌اون» سره وویني. 

د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې دا به له ۷ کلونو وروسته شمالي کوریا ته د «شي جین‌پينګ» لومړی سفر وي، او په رسمي ډول به دوې ورځې هلته پاتې شي. 

د راپورونو له مخې چې د چین ولسمشر او د شمالي کوریا مشر به د کتنې پرمهال د دواړو هېوادونو د اړیکو پر لاپیاوړتیا او همداراز د اوسني نړیوال وضعیت په اړه خبرې وکړي. 

په وروستیو کلونو کې د چین او شمالي کوریا اړیکې په بېلابېلو برخو کې پیاوړې شوې دي. 

د یادولو ده چې له تېرې څه مودې راهیسې د نړۍ د سترو هېوادونو مشران په خپلو منځونو کې سفرونه کوي. څه موده مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د چین پلازمېنې، بېجینګ ته تللی و، او له هغه وروسته د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین چین ته سفر وکړ.

روسیې او امریکا چین ته د پوتین او ټرمپ سفرونه ګټور او له لاسته‌راوړنو ډک بللي وو. اوس تازه د چین ولسمشر شمالي کوریا ته سفر پیلوي. 

په ورته مهال یو شمېر کارپوهان د دغو هېوادونو د مشرانو رسمي سفرونه د نړیوال ثبات لپاره ګټور بولي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه