د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي چې پرون (یکشنبه) له پاکستان او ایران څخه په بېلابېلو لارو ۳ زره ۲۷۰ کډوال راستانه شوي دي.
د یاد کمېسیون د راپور له مخې، دا ۳ زره ۲۷۰ کډوال، چې ۶۱۶ کورنۍ دي، پرون (یکشنبه) له بېلابېلو لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت په اېکس لیکلي چې د ننګرهار تورخم له لارې ۵۱۳ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۵۹ کورنۍ، د نيمروز د ورېښمو پل له لارې ۲۱ کورنۍ او د هرات اسلامکلا له لارې ۲۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.
د راپور له مخې چې پر دې سربېره ۵۳۲ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۵۵۱ نورو کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون همداراز ویلي چې پرون سلګونه کورنیو ته سیمکارتونه وېشل شوي او یو شمېر نورو ته روغتیايي، خوراکي او د عامهپوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بېسارې توګه زیات شوي او د دغو هېوادونو حکومتونو ټینګار کړی چې دوی به ټول افغانان خپل هېواد ته لېږي.
بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.


