ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي تهران ته د سفر پرمهال د دغه هېواد بهرنیو چارو له وزیر، سید عباس عراقچي سره کتلي دي.
د راپورونو له مخې چې نقوي په دې لیدنه کې د ایران مذهبي مشر، مجتبی خامنهيي لپاره ځانګړی پیغام عباس عراقچي ته سپارلی دی.
تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې په دغه ځانګړي پیغام کې به څه وي.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر څو ورځې مخکې هم ایران ته سفر کړی او د ایران له بېلابېلو چارواکو سره یې پر ځینو مسایلو خبرې کړې وې.
پرون ایراني او پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې د پاکستان کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي تهران ته ځي او هلته به د بهرنیو چارو له وزیر، سید عباس عراقچي او د پارلمان له رییس، محمد باقر قالیباف سره ځانګړې کتنې ولري.
د یادولو ده چې پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې د واشنګټن – تهران د خبرو کوربهتوب کوي او ټینګار کوي چې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې لپاره به خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته ادامه ورکوي.
بلخوا که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ اوربند شته، خو لا هم د دواړو هېوادونو له لوري یو پر بل کله ناکله بریدونه کېږي.


