د غزني امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ترافیکي پېښې پرون (شنبه، غبرګولي ۱۶مه) د غزني ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د روضې کوتل په سیمه کې شوې او شپږو کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
سرچینې لیکلي چې د دې پېښې لامل د چلوونکو بېاحتیاطي وه او ټپیان د درملنې په موخه د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د غزني امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د ترافیکو مدیریت مسوولین له موټر چلوونکو غواړي چې ترافیکي اصول مراعات او د سرعت په کنټرول سره د ورته پېښو مخه ونیسي.
له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا اسلامي امارت بار بار له موټر او موټرسایکل چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.
د یادولو ده چې په هېواد کې د خونړیو ترافیکي پېښو له امله وخت ناوخت د نارینهوو په ګډون ښځو او ماشومانو ته هم مرګژوبله اوړي.


