خانهافغانستانپنجشېر کې د قران‌کریم ۸۰۰ کاله مخکینۍ نسخه موندل شوې

پنجشېر کې د قران‌کریم ۸۰۰ کاله مخکینۍ نسخه موندل شوې

د پنجشېر اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د قران‌کریم ۸۰۰ کاله مخکینۍ ارزښتمنه نسخه موندل شوې ده. 

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې چې دا نادره او ارزښتمنه نسخه د پنجشېر ولایت «آبشار» ولسوالۍ اړوند یوه سیمه کې موندل شوې ده.

د مسوولینو په وینا چې دا نسخه د سیمې د یو اوسېدونکي له لوري د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوې ده.

سرچینې لیکلي چې د قران‌کریم دا ۸۰۰ کاله مخکینۍ نسخه به د ساتنې او ارزونې لپاره له اړوندو فرهنګي ادارو سره شریکه شي.

تر دې مخکې هم د پنجشېر په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې بېلابېل تاریخي او لرغوني اثار موندل شوي او د ساتنې لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي وو. 

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېر تاریخي اثار او لرغونې سیمې پکې شته او د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د دغو اثارو د موندلو او تاریخي سیمو د کشف او تثبیت هڅې پیل شوې دي. 

د اسلامي امارت اطلاعاتو او کلتور وزارت ټینګار کړی چې په ټول هېواد کې د لرغونو سیمو او ځایونو او همداراز د تاریخي اثارو د ثبت هڅې روانې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه