خانهافغانستانجوزجان کې څه باندې ۱۴ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې

جوزجان کې څه باندې ۱۴ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې

عدليې وزارت خبر ورکړی چې د جوزجان ولایت په مرکز کې ۱۴٫۵ جریبه ځمکه د اسنادو او مدارکو له بررسۍ وروسته د شرعي محکمې په حکم دولتي تثبیت شوې ده.  

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا ځمکه د جوزجان ولایت د مرکز په «جګدلک ککرتک جر کودي» ساحه کې موقعیت لري چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې وه.

عدلیې وزارت لیکلي: “د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې د یادې شوې ځمکې دوسیه‌ رسماً د شمال زون د دولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.“

سرچینې لیکلي چې یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو، مدارکو او د املاکي دفترونو له دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له ترلاسه‌کولو وروسته پرېکړه کړې چې دغه ټوله ځمکه دولتي ده او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته دې وسپارل شي.

عدلیې وزارت ویلي چې د هېواد په کچه د دولتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي پلاوي یې او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د امارتي ادارو اړوندو معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د دولتي غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړې کوي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه