د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي چې د وروستۍ جګړې له امله د ایران د بېپیلوټه الوتکو ډېرې کارخونې له منځه تللې دي.
د امریکایي رسنیو په راپورونو کې د ټرمپ په حواله ویل شوي چې د امریکا – اسرائیل د بریدونو له امله د ایران د توغندیو توغولو ډېری سیستمونه هم له منځه وړل شوي، خو په وینا یې چې دغه هېواد لا هم د ډرون الوتکو د تولید او کارونې وړتیا لري.
د ټرمپ په وینا چې ایران لا هم د خپلو توغندیو شاوخوا ۲۲ سلنه زېرمه ساتلې، که څه هم د پوځي وړتیاوو ډېره برخه یې زیانمنه شوې ده.
نوموړي د تهران – واشنګټن ترمنځ د سولې مذاکراتو ته په اشارې ویلي چې ایراني چارواکي له دوی سره هوکړې ته نه دي رسېدلي، خو ټینګار یې کړی چې تهران له مذارکراتو پرته بله لار نه لري.
تر دې مخکې د ایران سپاهپاسداران راپور ورکړی و چې تازه یې په کوېټ او بحرین کې د امریکا اډې په نښه کړې، او دا بریدونه یې د امریکايي ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې کړي دي.
بلخوا د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي چې دوی له هرمز تنګي سره نږدې د ایران څلور چاودېدونکې بېپیلوټه الوتکې ویشتلې دي.
د یادولو ده چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا هم پرځای دی او هره شېبه د دواړو هېوادونو ترمنځ د خونړۍ جګړې احتمال شته.


