خانهافغانستانایټالیا کې د څلورو ژوندي سوځول شويو افغانانو هویتونه خپاره شوي

ایټالیا کې د څلورو ژوندي سوځول شويو افغانانو هویتونه خپاره شوي

د ایټالیا رسنیو د هغو څلورو افغان اتباعو هویتونه خپاره کړي دي چې دوه ورځې وړاندې د ایټالیا په امندولارا ښار کې په موټر کې ژوندي سوځول شوي وو.

د راپورونو له مخې، په قربانیانو کې ۲۹ کلن وسیم خان، ۲۸ کلن فضل، ۲۷ کلن صافی او ۱۹ کلن عصمت شامل دي. یو ۳۵ کلن افغان کډوال چې له موټر څخه په تېښته بریالی شوی و، هم ټپي شوی دی.

راپورونه ښيي چې دوه پاکستاني اتباع، سفیر احمد او علي رضا، د پېښې په تړاو د پولیسو لخوا نیول شوي دي. ویل کیږي چې قربانیانو د کرنې په سکتور کې له دغو کسانو سره کار کاوه او د خپلو معاشونو د زیاتوالي غوښتنه یې کوله.

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي دا برید په کلکه وغانده.

بلخي د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له ایټالوي چارواکو څخه وغوښتل چې د پېښې په اړه شفاف او عادلانه تحقیقات وکړي، عاملین یې عدالت ته وسپاري او د قربانیانو او د هغوی د کورنیو د حقونو د تامین او عدالت د ترلاسه کولو لپاره اړین اقدامات وکړي. هغه هیله څرګنده کړه چې د داسې دردناکو پېښو د مخنیوي لپاره به اغېزمن اقدامات وشي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه