خانهافغانستانپروسږ کال د سمنګان ولایتي روغتون کې څه باندې درې‌نیم زره جراحي...

پروسږ کال د سمنګان ولایتي روغتون کې څه باندې درې‌نیم زره جراحي عملیات شوي 

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د پروسږ کال په سمنګان ولایتي روغتون کې ۳ زره ۵۲۵ بریالي جراحي عملیات شوي دي. 

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د یادو عملیاتو له ډلې ۱۷۱۱ لوی او ۱۸۱۴ کوچني عملیات شامل وو. 

د خبرپاڼې له مخې چې دا عملیات د مجربو ډاکترانو له لوري شوي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

سرچینې لیکلي چې په دې موده کې ۲۱ زره ۴۴۷ ناروغانو ته داخل‌بستر (IPD) او ۱۴۱ زره ۲۰۶ نورو ته خارج‌بستر (OPD) روغتیایي خدمات وړاندې شوي دي. 

د یادولو ده چې اوسمهال په هېواد کې ډېر داسې عملیات کېږي چې یو وخت به هېوادوال بهرنیو هېوادونو ته پسې تلل.

د اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت همداراز ډاډ څرګند کړی چې په ټول هېواد کې د روغتنونو او روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې او په نږدې راتلونکې کې به د هېواد په ټولو سیمو کې خلک روغتیايي خدماتو ته اسانه لاسرسی ولري.

څه موده مخکې هم د عامې روغتیا وزیرو نور جلال جلالي له لوري په شمال زون کې د یو شمېر روغتونونو د جوړېدو چارې پیل شوې وې.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه