خانهافغانستاند اوزبیکستان په کوربه‌توب د ترمذ نړیوال کنفرانس دویمه ناسته نن پیلېږي

د اوزبیکستان په کوربه‌توب د ترمذ نړیوال کنفرانس دویمه ناسته نن پیلېږي

نن (پنجشنبه) د اوزبیکستان په کوربه‌توب د مرکزي او سویلي اسیا د اتصال دویمه ناسته پیلېږي او ټاکل شوې چې د روانې جون میاشتې تر شپږمې به دوام وکړي. 

د راپورونو له مخې چې د ترمذ نړیوال کنفرانس لومړۍ ناسته پروسږ کال د اوزبیکستان په کوربه‌توب شوې وه او دویمه ناسته به یې نن (پنجشنبه) پیل شي. 

دې کنفرانس ته د افغانستان په استازیتوب د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر، سید کریم هاشمي ورغلی، او هلته به د سیمه‌ییز اتصال، امنیت، اقلیمي بدلونونو او له افغانستان سره د همکاریو پر زیاتولو بحثونو وشي. 

په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د یادې خونې رییس، سیدکریم هاشمي د اوزبیکستان د ټرانسپورټ او ریل پټلۍ له وزیر سره هم کتلي او دواړو لوریو د ټرانزیټ د اسانتیاوو، ټرانسپورټي همکاریو، لوژستیکي زېربناوو او د افغان سوداګرو او صادروونکو پر وړاندې د ستونزو پر حل خبرې کړې دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې یاد افغان پلاوی به د ترمذ نړیوال کنفرانس په دویمه ناسته کې پر ګډون سربېره په یو شمېر نورو سوداګریزو ناسته کې هم ګډون وکړي.

د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ اړیکې پیاوړې شوې دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه