کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) له رییس «پولیک اوک سري» سره د دغه وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال له کتنې خبر ورکړی دی.
د وزارت په اېکس لیکل شوي چې په دې کتنه کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې اړوند بېلابېلو مسایلو خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د کتنې پرمهال شیخ عبدالرحمن منیر له نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه د سیاسي موخو قرباني نه کړي.
دوی ټینګار کړی چې نړیوال بنسټونه دې له کروندګرو سره د بدیل معیشت په برابرولو کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
کورنیو چارو وزارت همداراز لیکلي چې بلخوا د (UNODC) رییس د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د معینیت لاستهراوړنې ستایلې او په اړوندو برخو کې یې د همکاریو د دوام ژمنه څرګنده کړې ده.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر کرنه، قاچاق او هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د نشهيي توکو زیات کښتونه له منځه وړل شوي دي.


