خانهافغانستانروان کال نږدې ۶ زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

روان کال نږدې ۶ زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۵ زره ۷۵۶ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا کسان د روان کال په حمل او ثور میاشتو کې د هوایي ډګرونو او او ځمکنیو بندرونو له لارې هېواد ته راغلي او وتلي دي. 

سرچینې لیکلي چې په یاده موده کې د ۱۰۸ ښځینه‌وو په ګډون ۲ زره ۹۹۵ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۷۴ ښځینه‌وو په ګډون ۲ زره ۷۶۱ نور له هېواده وتلي دي.

“د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري چې ۲ زره ۹۵۸ کسان د ځمکنیو بندرونو  او ۳۷ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۳۷۰ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.“

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې همداراز لیکلي چې تر ټولو ډېر بهرني وګړي (۱۷۷۳) د نیمروز بندر او ورپسې ۹۱۳ کسان د هرات ولایت د ځمکینو بندرونو او هرات هوايي ډګر، ۲۱۵ تنه د فاریاب اقینې بندر، ۶۱ تنه د بدخشان اشکاشم بندر او پاتې نور يې د حیرتان بندر او بلخ  هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه