کابل ښاروالي وایي چې له فیصل ښارګوټي څخه د ګلباغ تر پله پورې سړک د دویمې برخې چارې بشپړې او قیرکولو ته چمتو شوې ده.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دغه سړک ۲ زره ۳۹۶ متره اوږدوالی او ۳۳ مترو سور لري چې په دوو لیکو کې جوړیږي.
د خبرپاڼې له مخې: “په دې پروژه کې د پلچکونو، د سړک غاړې لښتیو، پلیولار او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نورجزیات هم شامل دي.”
د کابل ښاروالۍ مسوولینو ویلي چې د دې سړک د جوړولو چارې د تخنیکي معیارونو له مخې پر مخ تللې دي او له بشپړېدو وروسته به د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت او د ښاري بنسټیزو زیربناوو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
د سرچینې په وینا، ټاکل شوې چې دا پروژه په روان کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادولو ده چې تر دې مخکې هم په کابل کې ښار کې د بېلابېلو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې چې ډېر یې په اساسي ډول بشپړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.


