خانهافغانستان"هرات ښار کې شپږ درملتونونه وتړل شول"

“هرات ښار کې شپږ درملتونونه وتړل شول”

د هرات ولایت د والي ویاند وایي چې په دغه ښار کې له ۱۶ درملتونونو څخه نظارت شوی چې په پایله کې ۶ درملتونونه تړل شوي دي.

محمد یوسف سعیدي په اېکس لیکلي چې دا درملتونونه د تاریخ‌تېره درملو د پلورلو له امله تړل شوي دي. 

د نوموړي په وینا چې د دغه نظارت په پایله کې همداراز کې ۱۳ قلمه تاریخ‌تېر او غیرقانوني درمل له درملتونونو څخه راټول شوي دي. 

تر دې مخکې هم په هېواد کې د روغتیایي مسوولینو د نظارت پرمهال لسګونه درملتونونه، کتنځایونه او روغتیايي مرکزونه له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي وو. 

د دې ترڅنګ په بېلابېلو ولایتونو کې له درملتونونو څخه لسګونه قلمه له نېټې تېر درمل راټول او له منځه وړل شوي دي.

په هېواد کې د تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته درملو پلورل یوه جدي ستونزه ګرځېدلې او هېوادوالو له اسلامي امارت غوښتي چې د مخنیوي لپاره یې لا جدي اقدامات وکړي.

بلخوا عامې روغتیا وزارت ویلي چې له درملتونونو او د روغتیايي توکو له پلورنځیو څخه به څارنه جدي روانه وي او له هغو کسانو سره به قانوني چلند کېږي چې له روغتیايي قوانینو څخه سرغړونه کوي او بې‌کیفیته توکي پلوري.   

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه