د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون راپور ورکړی چې پرون (دوشنبه) له پاکستان او ایران څخه په بېلابېلو لارو ۱۸۵۵ کډوال راستانه شوي دي.
یاد کمېسیون ویلي چې دا ۱۸۵۵ کډوال چې ۳۷۵ کورنۍ کېږي، پرون (دوشنبه) له بېلابېلو لارو هېواد ته راستنې شوې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت په اېکس لیکلي چې د ننګرهار تورخم له لارې ۲۴۷ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې یوه کورنۍ، د نيمروز د ورېښمو پل له لارې ۷۲ کورنۍ او د هرات اسلامکلا له لارې ۵۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.
د راپور له مخې چې پر دې سربېره ۷۳۰ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۳۰۳ نورو کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون همداراز ویلي چې پرون سلګونه کورنیو ته سیمکارتونه وېشل شوي او یو شمېر نورو ته روغتیايي، خوراکي او د عامهپوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بېسارې توګه زیات شوي او د دغو هېوادونو حکومتونو ټینګار کړی چې دوی به ټول افغانان خپل هېواد ته لېږي.
څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ ویلي وو چې یوازې په تېرو څو میاشتو کې له پاکستان څخه سلګونه زره افغانان افغانستان ته لېږل شوي دي.
د دې ادارې د راپور له مخې چې پر دې سربېره لا هم په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیون افغانان مېشت دي.
بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.


