خانهافغانستاند هېواد د فوټبال ملي لوبډله نن له مالدیف سره لوبېږي

د هېواد د فوټبال ملي لوبډله نن له مالدیف سره لوبېږي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د فوټبال د ۷۵مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې د «الماس جوبیلي» څلور اړخیزو نړیوالو سیالیو په لړ کې نن شپه د مالدیف لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن(دوشنبه، د جون لومړۍ نېټه) وايي، دغه لوبه نن د شپې په ۸:۳۰ بجو ترسره کېږي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، مالدیف، پاکستان او د بنګله‌دېش د ۲۳ کلنو څخه کم عمره لوبډلې ګډون لري او د روان کال د غبرګولي له ۱۱مې تر ۲۰مې پورې د مالدیف په پلازمېنه مالي ښار کې له یو بل سره سیالي کوي.

د افغانستان به خپله دویمه لوبه د غبرګولي په ۱۴مه د بنګله‌دېش د ۲۳ کلنو څخه کم عمره لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي او په درېیمه لوبه کې به د غبرګولي په ۱۷مه د پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

باید وویل شي چې دغه سیالۍ په مالدیف کې د فوټبال د ۷۵مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې دي او موخه یې د راتلونکو سیالیو لپاره د سیمې د لوبډلو چمتووالی بلل شوی دی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه