خانهافغانستاند دوشي – بامیان سړک ۶۰ سلنه چارې بشپړې شوې 

د دوشي – بامیان سړک ۶۰ سلنه چارې بشپړې شوې 

د ټولګټو وزیر، محمد عیسی ثاني د تخنیکي پلاوي په مشرۍ د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو د کار له جریان څخه ليدنه کړې ده. 

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې ښاغلي ثاني د ميدان وردګ – جلریز پروژې له رغنيزو چارو څخه هم لیدنه وکړه او د پروژې تطبيق کونکو ټيمونو ته يې د کار د چټکتيا او لا ښه والي په موخه لازمې لارښونې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې چې دوشي – بامیان سړک ۱۵۲ کیلومتره طول لري، چې د باميان ولايت له دوآب بلوله سيمې څخه پيل او د بغلان ولایت تر دوشي سیمې پورې رسېږي چې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۵۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی و.

سرچینې لیکلي: “دا مهال یې د ۹۰ کیلومتره سړک د پراخولو، پر کارۍ او کتنګ چارې، چې شاوخوا د پروژې ۶۰ سلنه برخه جوړوي، بشپړې شوې دي.“

د ټولګټو وزیر همداراز د ياد سفر پر مهال د دوشي- باميان پروژې د کار د ښه ترسره کولو او غوره کیفیت په تړاو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د یادې پروژې چارې دې په ټاکلي وخت پای ته ورسوي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه