نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د میانمار په شمالختیځ کې د زورورې چاودنې له امله ۵۵ کسان وژل شوي او ۶۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې چې دا چاودنه له یو زېرمتون دننه شوې او سلګونه کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
ویل کېږي چې په دې زېرمتون کې د ډبرو سکرو د کانونو لپاره پکې چاودېدونکي توکي ساتل کېدل.
رسنیو د چارواکو په حواله لیکلي چې دا خونړۍ چاودنه یو ناڅاپي رامنځته شوې چې له امله یې ښايي د وژلشویو شمېر لوړ شي.
بلخوا د دغه هېواد حکومت د دې خونړۍ چاودنې په اړه د کره څېړنو د پیلېدو امر کړی او ټینګار یې کړی چې د دې زېرمتون او ودانۍ مسوول کسان به د قانون منګولو ته راکش کېږي.
تر دې مخکې هم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ورته زورورې چاودنې شوې چې له امله یې سلګونه کسان وژل شوي دي.
د یادولو ده چې د دغو چاودنو لامل تر ډېره د ګازو لیک کېدل او یا د برېښنا شارټي وي چې ډېر ځله پرته له خبرداري رامنځته کېږي.
میانمار هغه هېواد دی چې ډېر کانونه پکې شته او وخت ناوخت یې په کانونو کې هم ورته چاودنې رامنځته کېږي.


