خانهنړۍد سوریې ولسمشر له ټرمپ څخه د بندیزونو لرې‌کېدو غوښتنه کړې 

د سوریې ولسمشر له ټرمپ څخه د بندیزونو لرې‌کېدو غوښتنه کړې 

د سوریې ولسمشر، احمد شرع له ډونالډ ټرمپ سره د ټلېفوني اړیکې پرمهال پر سوریه د امریکا د پاتې‌ بندیزونو د لرې‌کېدو غوښتنه کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس په راپور کې د احمد شرع په حواله ویل شوي چې په بشپړه توګه د امریکا د بندیزونو لرې کېدل د سوریې د اقتصادي بیارغونې لپاره مهم دي.

په راپور کې ویل شوي چې شرع له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې پر سوریه د امریکا د پاتې بندیزونو لرې کېدل به د بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره هم ګټور تمامېږي.  

په سوریه کې د بشارالاسد د نظام له نسکورېدو وروسته احمد شرع له ډونالډ ټرمپ سره په سعودي کې هم وکتل او پر سوریه یې د امریکا د لګېدلو بندیزونو د لرې‌کېدو غوښتنه کړې وه. 

هغه مهال شرع له ټرمپ سره پر ځینو نورو مسایلو هم خبرې کړې وې او له هغې کتنې څو ورځې وروسته امریکا ته هم لاړ.  

احمد شرع د بشارالاسد نظام له نسکورېدو وروسته د سوریې د حکومت لنډمهالی مشر وټاکل شو او په کمه موده کې یې د امریکا په ګډون له ګڼو هېوادونو سره اړیکې پياوړې کړې.  

د شرع حکومت ټینګار کړی چې دوی به د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه