د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي اداره وایي چې په بلخ ولایت کې له ۳۴۶ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرسته د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ریاست د سیمهییزو اوسېدونکو د غوښتنو او د بلخ ولایت مقام د لارښوونو پر بنسټ د مزارشریف ښار په بېلابېلو ناحیو او د یاد ولایت په ولسوالیو کې وېشل شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته دوې بوجۍ ۵۰ کیلویي غنم وېشل شوي دي.
د دغو مرستو د وېش پرمهال د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ریاست ټینګار کړی چې له مستحقو سره د مرستې او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ بهیر به د اړوندو ادارو په همغږۍ دوام ولري.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې د کاپیسا ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۳۲ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې وېشلې دي.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته درې تختې کمپلې، دوه سولري څراغونه او د اوبو د تصفیې یوه دستګاه هم شامل وو.


