خانهافغانستانټول هېواد کې راستنوشویو کورنیو ته نږدې ۳۶ زره استوګنیزې نمرې وېشل...

ټول هېواد کې راستنوشویو کورنیو ته نږدې ۳۶ زره استوګنیزې نمرې وېشل شوې

د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی چې د راستنوشویو کډوالو د دایمي مېشتېدنې په موخه تر دې دمه ۳۵ زره ۷۱۹ کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې تازه په دریو ولایتونو کې راستنوشویو کورنیو ته ۵۳۰ استوګنیزې نمرې وېشل شوې او دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

د خبرپاڼې له مخې چې له دې جملې په ننګرهار ولایت کې ۲۰۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته، په فاریاب ولایت کې ۲۸۰ کورنیو ته او په سمنګان ولایت کې ۵۰ راستنو شوو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وسپارل شوې او دا چاره ګړندۍ شوې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولینو دا هم ویلي چې د استوګنیزو نمرو د وېش له پروګرام څخه یې هدف د راستنوشویو کورنیو اساسي اړتیاوو پوره کول او د منظمې ښاري پراختیا برابرول، او تر دې دمه یې ۳۵ زره ۷۱۹ استوګنیزې نمرې وېشلې دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د ځمکو وېش به د منظورشویو طرزالعملونو او شفافو معیارونو له مخې دوام ومومي، څو راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته په عادلانه ډول د استوګنې زمینه برابره شي.

د ویلو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري راستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه