خانهافغانستاند اختر په ورځو – شپو کې د خونړیو ترافیکي پېښو له...

د اختر په ورځو – شپو کې د خونړیو ترافیکي پېښو له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د تېر لوی اختر په ورځو – شپو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ‘تر ډېره د خلکو د «بې‌احتیاطۍ» له امله’ خونړۍ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې لسګونه کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي. 

تازه د غزني امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې له تېرو څو ورځو راهیسې په یاد ولایت کې ۳۴ ترافیکي پېښې شوې چې پرمهال درې کسان مړه او ۳۴ نور ټپیان شوي دي. 

بلخوا د بلخ امنیې قوماندانۍ پرون (شنبه) په یاد ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یو کس مړینې او دریو نورو له ټپي‌کېدو خبر ورکړی دی. 

همداراز پرون په لغمان ولایت کې د کډوالو موټر د چپه‌کېدو له امله شل کسان مړه او له ۳۰ ډېر نور ټپيان شول.  

پر دې سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د اختر د ورځو – شپو پرمهال د ترافیکي پېښو پرمهال لسګونه هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د یادولو ده چې په هېواد کې دا وروستۍ ترافیکي پېښې تر ډېره د موټر او موټرسایکل‌ چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله شوې دي.

په ورته مهال اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط وکړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه