د هند پوځي چارواکو ویلي چې د پاکستان پر وړاندې د دغه هېواد «سندور» عملیات پایته نه دي رسېدلي او د دغو عملیاتو د دویم پړاو لپاره چمتووالی نیول کېږي.
د هند پوځي چارواکو ویلي چې د اوسمهال لپاره یوازې جګړه په موقت ډول درول شوې ده او سندور عملیات پایته نه دي رسېدلي.
بلخوا پاکستاني چارواکو هم ویلي چې د دوی پوځي چمتووالی د دفاع لپاره دی او هېواد یې تېریکوونکې تګلاره نه لري.
پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی چې که پر دوی برید وشي، ځوابي غبرګون ته چمتو دي.
هند او پاکستان دا خبرداری داسې مهال تبادله کړی چې په وروستیو کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د بیاپیلېدو احتمال لوړ شوی دی.
د راپورونو له مخې چې له تېرې څه مودې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې یو وار بیا پراخې شوې او هره ثانیه د سترې جګړې د پېښېدو احتمال شته.
هند او پاکستان له ډېرو کلونو راهیسې یو له بل سره خونړۍ جګړې کړې چې له امله یې د دواړو لوریو سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د یادولو ده چې څه موده مخکې هم هندي چارواکو خبرداری ورکړی چې که پاکستان دا ځل کوم ناسم حرکت وکړي، د هند له سخت بېساري برید سره به مخ شي.


