د امریکا د جنګ وزیر، پیټ هیګسټ د واشنګټن او تهران ترمنځ د مذاکراتو دوام منلی، خو ویلي یې دي چې لا هم د دواړو لوریو ترمنځ مهم اختلافات نه دي حل شوي.
نوموړي ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ ځینې مهم اختلافات شته چې تر اوسه نه دي حل شوي، خو مذاکرات روان دي.
پيټ هیګسټ همداراز خبرداری ورکړی چې که له ایران سره د امریکا خبرې کومې پایلې ته ونه رسېږي، امریکا به بیا په نظامي اقدام لاس پورې کړي او په ټول توان به پر ایران بریدونه وکړي.
د هغه په وینا چې امریکا کافي نظامي تجهیزات لري او د جګړې توان ساتلی شي.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې له ایران سره مذاکرات پیل شوي او واشنګټن هڅه کوي چې په دایمي ډول د جګړې پایتهرسېدو لپاره له ایران سره هوکړه وشي.
ټرمپ هم د خپل جنګ د وزیر غوندې ایران ته خبرداری ورکړی چې که هوکړه ونهشي امریکا به پر ایران خپل بریدونه له سره پیل کړي.
د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونه لري.


